د الجزيرې ټلويزيون د راپور له مخې صهيونيستي اسرائيلو نن سهار وختي د غزې په خان يونس، بيت لاهيا، او ام الفهم، کې د په پرلپسې ډول د بې ځايه شويو فلسطيني کډوالو درې ښوونځي او يو د سپرلۍ موټر بمبارد کړی چې په پايله کې یې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۱ فلسطينيان شهيدان، او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې د غزې په بېلابېلو سيمو کې د صهيونيستي رژيم درنه بمباري روانه ده چې د ورځې تر پايه شايد سلګونه نور خلک پکې شهيدان شي.