اسلامي پراختیا بانک وايي، پرو سږکال ۲۰۲۳ز کې یې په افغانستان کې د ۳۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې دي.
یاد بانک ویلي، د افغانستان د بشر دوستانه اماني له لارې ناامنۍ سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې د پروگرامونو، د روغتیايي مراقبتونو، ښوونې او د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې خپلې مرستې وړاندې کړې دي.
د اسلامي پراختیا بانک په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۳ز کال کې یې د ۳۵.۳۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې پلې شوې، چې ۲۴.۱۴ مېلیونه ډالرو د افغانستان د بشر دوستانه اماني صندوق له لارې لگول شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې نړیواله ټولنه باید له اوسني افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې پراخه کړې؛ ځکه په افغانستان کې د اوږدې جگړې له امله د گڼو خلکو اقتصادي حالت خراب شوی دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري بیا د اسلامي پراختیا بانک له مرستو مننه کړې او له یاد بانک یې هیله کړې، چې په راتلونکي کې دې بېخ بنسټو پروژو ته پام ډېر کړي، چې افغانستان د ځان بساینې په برخه کې پرمختگ وکړي.
د اسلامي پراختیا بانک د ۱۹۷۵ کال د اکټوبر په ۲۰ مه د ۲۲ اسلامي هېوادونو لهخوا د سعودي عربستان په جده ښار کې د ۷۵۵ مېلیونو اسلامي دینارو په لومړنۍ پانگې سره جوړ شو، چې موخه یې د اسلامي قوانیننو پر بنسټ د غړو هېوادونو او د مسلمانو ټولنو اقتصادي پراختیا او ټولنیز پرمختگ دی.