په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اسلامي مقدساتو پر وړاندې بریدونه، سپکاوی او قصدي توهینونه زیات شوي او لا هم دوام لري. دا بریدونه یواځې پر ودانیو نه، بلکې د مسلمانانو پر عقیدې، ارزښتونو او ایمان مستقيم یرغل بلل کېږي.
د ځینو کفري قوتونو له لوري په اسلامي هېوادونو کې د جوماتونو، مدرسو، مقدساتو او د دیني شعائرو په نښه کول یو حساس عمل دی چې له ټولو بشري، نړیوالو او سیاسي اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی. دا ډول کړنې یواځې نظامي هدفونه نه دي، بلکې د اسلام، د مسلمان امت او د هغه د روحاني هویت پر وړاندې یوه قصدي او کرکهناکه حمله ده.
مسلمانان هېڅکله هم د خپل دین، د الله تعالی د کور (جومات)، د علم د مرکز (مدرسې) او نورو سپېڅلو ارزښتونو توهین نه زغمي. ځکه دا مقدسات یواځې مذهبي بُعد نه لري، بلکې دا د امت د ژوند، بقاء او وحدت اصلي ستنې دي.
مسجد او مدرسه د مسلمانانو هغه ارزښتونه دي چې توهین یې د امت د ټوټه کېدو، ضعف او تحقیر لامل ګرځي، دا هغه ځایونه دي چې له دې امت سره یې د ایمان اړیکه ده؛ د الله د نوم نعرې له همدې ځایه پورته کېږي او له همدې ځایه د باطل پر وړاندې د حق غږ پورته کېږي.
د اسلامي مقدساتو دفاع یواځې یو احساساتي غبرګون نه دی، بلکې د ایمان یوه برخه، د غیرت یو طبیعي عکسالعمل او د اسلامي تشخص یوه حیاتي اړتیا ده. څوک چې د مسلمانانو مقدسات تر برید لاندې راولي، هغوی یواځې خښتي نه وي په نښه کړي، بلکې د مسلمان امت ټولنيز، روحاني او عقیدوي تشخص ته يې د جنګ اعلان کړی وي.
نو پر مسلمانانو لازمه ده چې د خپلو مقدساتو د ساتنې لپاره یواځې احساساتي نه، بلکې منظمه، واقعي او اوږدمهاله تګلاره خپله کړي. وحدت، هوښیارتیا، د دښمن پېژندنه او د اسلامي ارزښتونو سره د نوي نسل آشنا کول، هغه لارې دي چې د امت عزت پکې راژوندی کېږي، او تېر سپېڅلی برم بېرته اعاده کېدای شي.