یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
افغانستان چې یو خطرناک جغرافیوي موقیعت لرونکی هیواد دی، او د همدې پېچلي او خطرناک موقیعت له امله په کې نظامونه نړېدلي، تمدنونه راغلي او بیرته تللي، لویې لویې امپراتورۍ په کې چپه شوي او تشکیل شوي.
د چنګېز خان، مقدوني سکندر، مغولي او صفوي واکمنانو له لوري دلته غالب شوي او بیرته همدلته مغلوب شوي؛ او د افغانستان په نږدې معاصر تاریخ کې انګریزان درې ځله مات شوي، روسانو خپله ماته همدلته تجربه کړه، امریکا د ناټو سره دلته په ګونډو شوه او دا کشمکشونه کله د مستقیم تعرض بڼه خپلوي او کله هم د نړۍ زبرځواکونه خپلې نیابتي ډلې دلته جنګوي ترڅو مرکزي نظامونه ړنګوي یا یې ننګوي.
د نظامونو لویه ستونزه د نړۍ د هیوادونو د تضادونو نه مطالعه وه او د رقیبو او سیالو هیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د بیلانس ظرفیت شتون درلود، همدا لامل ؤ چې مونږ د نیابتي جګړو لمبو کې اور واخیست.
د داود خان لخوا د برژنیف میز په سوک وهل او له امریکې سره د انډیوالۍ لاس ورکول ددې لامل شول چې روسانو خپل کمونستي روزل شوي اجنټان د داود خان په ضد راپورته کړل او یو مقتدر نظام یې پرې نسکور کړ.
بیا روسان په ډیر مغرورانه ډول متجاوز واقع شول چې مقابل کې یې افغانان پاڅېدل خو امریکا په ډېر مهارت جهادي تنظیمونه مالي سپورټ کړل، کله چې روسان مات شول امریکا او پاکستان په ګډه مجاهدین هم بدنام کړل، تنظیمونه یې سره وپاشل او دوی د افغان ولس په ناموس او مال پورې ونښتل.
له تنظیمونو د شر او فساد کتله جوړه شوه چې وروسته ورپسې یو کندهاری زلمی را ولاړ شو، د خدای په نصرت او د ملت په دعا یې دا بې عزته، قاتل، مفسد او تېري کوونکي تنظیمونه پسې واخیستل؛ په ټول هیواد کې کراره کراري شوه، له شرقه تر غربه وطن کې یو فرمان چلېده، اداري سیستم په ورانو او ویجاړو ودانیو کې سوکه سوکه روان شو؛ امنیت راغی، د خلکو ناموسونه خوندي شول، قاتل قصاص شو، په غله او راهزن حد جاري شو.
د شرق او غرب له مالي امکاناتو پرته نظم او نظام برقرار شو، خو بیا هم شرقیان او غربیان موږ ته یو شول، د سپتمبر نهمه یې یوه پلمه کړه، افغانستان یې یو ځل بیا تېرو خون اشامه تنظیمونو ته په لاس ورکړ.
بیا هم د ملت په دعاو او د افغان مجاهدینو د بې دریغه قربانیو په لړ کې پنځوس متجاوز هیوادونه په یو ځل باندې مات شول چې دا به د تاریخ یو نه ماتیدونکی ریکارډ وي.
او ا.ا ته کامیابي حاصله شوه، خو د ا.ا دا درې کلن مزل نهایت سخت وو، دوی تېرو تجربو ته په کتلو د سیمې، ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو معتدل بیلانس وساته او له هر یوه سره یې د افغانستان د ګټو په اساس تعامل ته اوږه ورکړه، خو بیا هم ددې بیلانس ساتل لویې حوصلې، لوړې پوهې او نهایت تدبیر ته اړتیا لري.
د افغانستان په دیپلوماتیکه دستګاه کې دا ظرفیت او پوتنشیل شته چې د نړۍ سره د اړیکو توازن ښه مدیریت کړي؛ همدا لامل دی چې ترکیه، هند، پاکستان، ایران، چین، روسیې، اماراتو او ان جرمني او لندن پورې د افغانستان سفارتونه یو یو د افغانستان سرپرست حکومت ته انتقالېږي.
کابل د ټولو هیوادونو سره په اړیکو کې د هیواد استقلال او توازن ډیر ښه مدیریت کړی چې د اړیکو دا مدیریت د امنیتي بحران په راکمولو کې ډېره مرسته کړې او د امن یو لوی بستر یې هوار کړی.
مګر بیا هم یو شمیر تهدیدات شته چې هغه د لویو پروژو د تطبیق له امله د سیمې او ګاونډیو هیواودونو له لوري ایجادېږي او دوی غواړي چې مونږ اوبه مدیریت نه کړو، تولید ودورو، ځمکې مو شړې وساتو او پراخو ډاګونو کې وږي او نهر ژوند وکړو چې د دوی دا ارمان به هرګز پوره نه شي او د دوی نیابتي جنګیالي به د ولس له لوري سخت و رټل شي چې الحمدلله رټل شوي هم دي.
د دې تر څنګ د شر او فساد ډلې یوځل بیا غواړي چې د نړیوالو غربي هیوادونو په مالي ملاتړ په افغانستان کې ناامني جوړه کړي او افغان ولس یوځل بیا د ام پر ټغر کښېنوي؛ خو دا ځل افغان ولس بیداره دی، هیڅکله به د دوی د ګټو لپاره قرباني نه شي.
دوی دا ځل د افغان ولس له لوري داسې استفراق شول چې بیا یې د راپورته کېدلو امکان نشته، دوی دلته تجربه شول، د افغانستان هیڅ وګړی ترې ښه خاطره نه لري.