د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې نن لومړی ځل شو چې افغانستان جنوبي افريقا ته ماتې ورکوي؛ ننۍ لوبه د دريو پنځوس اوريزو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه چې په شارجه کرکټ لوبغالي کې د جنوبي افريقا په پچې ګټلو او بيټ کولو سره پيل شوه.
جنوبي افريقا د افغانستان د بالرانو مخ ونشو کړای او په پرلپسې ويکټو سوځېدو یې افغانستان ته د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ايله ۱۰۷ منډې هدف کېښود چې د افغان لوبډلې بيټرانو ټاکلی هدف په خورا اسانۍ د څلور لوبغاړو په سوځېدو او د ۲۶ اورونو په پای ته رسېدو ترلاسه کړ او بريا یې خپله کړه.