د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکوي چې د ياد وزارت سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنت پيټرزبورګ ښار کې د څلوېښتو هېوادونو د ( کلتوري اتحاد ) ناستې ته په خپله وينا کې وېلي چې افغانستان کې د تاريخي اثارو د قاچاق او غير قانوني کېندنو مخنيوی شوی.
د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا خيرالله خیرخواه په خپله وينا کې افغانستان د بېلابېلو مدنيتونو مرکز او د متنوع کلتورونو درلودونکی هيواد ياد کړ، چې د منطقې او ګاونډيو هيوادونو سره کلتوري مشترکات لري، د خبرپاڼې پر بنسټ همدا راز ښاغلي خيرخواه وېلي: افغانستان د پنځوسو کلونو جګړو له امله د نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډير زيان ليدلی دی، ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې په ټول ارضي تماميت حاکميت ولري، په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډير زيان وليد او سياحتي جاذبې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي خيرخواه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې: د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيا رغونې، ثبات او امنيت ته جدي توجه شوې ده، له قاچاق او غیر قانوني کيندنو څخه په تمامه معنی مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیا رغول شوي دي او له ټولې نړۍ څخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت بهترين فرصتونه برابر شوي دي.