افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، نن جمعه (د وري ۱۵مه) المان هېواد ته استول شوي ۲۰ تنه په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته ماشومان تر درملنې او رغېدو وروسته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، افغاني سره میاشت د المان د سولې کلي له خیریه بنسټ سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال ۲ ځل په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان، چې عمرونه یې له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې وي، المان هېواد ته د درملنې په موخه لېږي او د بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راګرځي.