د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چين د کنمينګ ښار په ياد جوړ شوي نندارتون کې د نږدې ۸۲ نورو هېوادونو سربېره به په ۴۱ غرفو کې افغاني غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران او وچې مېوې نندارې ته کېښودل شي.
ياد نندارتون چې شپږ ورځې دوام کوي، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو پکې لوی او واړه سوداګر، صنعتکاران، او بزګران خپل توليدات، محصولات، لاسي صنايع، هنري اثار، او بېلابېل توکي نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کړي.
همدا رنګه د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې نندارتون کې به افغان چارواکي د چین او نورې نړۍ له صنعت کارانو او پانګوالو سره هم لېده کاته وکړي او افغانستان کې به یې پانګونې ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کور دننه او بيرون په ډېر شمېر نندارتونونو کې افغاني محصولات او توليدات نندارې ته وړاندې شوي چې د پېرېدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي.