د ټولګټو وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د ياد وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده حيرتان بندر ته د سفر پرمهال د دغه بندر د ليدنې او ارزونې ترڅنګ د ازبکستان هيواد د ريل پټلۍ له عمومي رئيس ظفر نرزیلوف سره کتلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په کتنه کې د حيرتان بندر د ريلي او غير ريلي برخو د ترميماتو، د انتقالاتو د سرعت او د ياد بندر د ترميم شويو برخو ګټې اخيستنې ته د سپارلو په تړاو مفصل بحثونه ترسره شوي دي.
همدارنګه په ليدنه کې موافقه شوې، چې د ازبکستان هيواد د ريل پټلۍ اداره به د حيرتان بندر د دوراهي د «ليول کراسينګ» تخريب شوې برخې بياځلې په اساسي ډول ترميم کوي او دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت اړوند ۲۰ تنو تخنيکي کارکوونکو ته به د ريل پټلۍ په مختلفو برخو کې روزنه ورکوي.
خبرپاڼه همدا راز زياتوي چې په ياده کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوامداره ريلي همکاریو، او د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.