د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر “خواجه عوضوف” سره کتلي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي نل لیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړولو او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې د ټاپي پروژې د حقوقي اسنادو پر وروستي کولو کار کوي، څو د دغې پروژې د کار پیل لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ اړوند تاسیساتو د جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي.