د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کار ملي کنفرانس په دویمه ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول او حاکم نظام په توگه دا د ځان مسوولیت گڼي، چې په هر ډگر کې غوره، عادلانه او په موقع خدمات وړاندې کړي او له شته ټولو فرصتونو او ظرفیتونو څخه په معقولې استفادې سره کوټلي گامونه واخلي، ترڅو مهمو موخو ته زموږ مزل چټک کړي.
نوموړي همدا راز ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو خلکو په ځانگړې توگه د ځوان نسل د بېکارۍ ستونزې ته په کتنې سره؛ یو نوی او مثبت ابتکار وکړ او د کار ملي کانفرانس یې جو کړ.:«د هېواد د ملي گټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو یو او په دې برخه کې مو خپل مسوولیتونه تر سره کړي، پر نړیوالو غږ کوم چې د افغان ولسونو د ستونزو په درک کولو سره ټول ظالمانه تحریمونه دې لرې او د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته دې وړاندې شي.»
ښاغلي برادر زیاته کړه، د قوش تېپې کانال لومړی فاز پای ته ورسېد په دوهم فاز یې په چټکۍ کار روان دی، د فراه بخش اباد بند تر کار لاندې دی، د آمو دریا او قشقري د نفتو چارې استخراج روان دی، د کانونو استحراج کې مثبت گامونه اخیستل شوي، د ملي تدارکاتو کمېسیون کې گڼ شمېر پروژې تاییدېږي، پولي ثبات خپل ارزښت ساتلی، ملي بودجه مو له کورنیو عوایدو تمویلېږي او یادې پروژې له همدې عوایدو پلې کېږي.: «د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا، د هېواد ځان بسیاینې، د بېکارۍ او فقر کچو کمښت او خپلو خلکو ته د کاري فرصتونو په منظور زیات شمېر بنسټیزې او ټولگټې پروژې پیل کړې، چې ځینې یې بشپړې او زیات شمېر یې تر کار لاندې دي او زموږ کادرونه لگیا دي شپه او ورځ له شته امکاناتو څخه په گټې اخیستنې هغو خوبونو ته تعبیر وربښي چې ناممکن بلل کېدل.»
ده وویل، د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو؛ لازمې هڅې کوو، چې له دې څخه په سالمې او مثبتې گټې اخیستنې خپل هېواد د سوېلي او مرکزي آسیا د وصل په نقطه تبدیل کړو، د سوداگرۍ کچه زیاته او کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه لا پراخه کړو.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته وویل، نړیوال دې په منفي تبلیغاتو تشویشونه نه جوړوي د حقایقو په درک سره دې مثبت تعامل ته نږدې شي، زموږ د خاورې څخه هېڅ راز گواښ او تشویش نهشته.
ډاډمن امنیت ټینگ دی خو ترڅنگ یې د خپل هېواد دفاع هم پرموږ فرض ده.: «خپلو خلکو او ولسونو ته ډاډ ورکوم، چې دوی به له خپل ځانه پورته گڼو، ستونزو او تشویشونو ته به یې رسېدنې کوو، ځان ته به یې نږدې کوو او په دې برخو کې به بهانې نه لټوو او د کارموندنې په برخو کې به هم خاصه پاملرنه کوو. ډېرې ستونزې مو گاللې دي خو باوري یم د بېکارۍ له ستونزې څخه به هم ووځو او د اقتصادي ثبات ، پرمختگ او ځان بسیاینې په لوري ځو.»
د حکومتي شرکتونو رئیس مولوي احمد جان بلال د کار ملي کنفرانس ته وویل، حکومتي شرکتونه په اقتصادي پیاوړتیا او د ملی بودیجي په تمویل کې د نورو ادارو ترڅنگ خپل مسوولیتونه تر سره کوي او هم د کارموندنې په برخه کې ځانگړې پاملرنه کوي، غواړو خپلې هڅې پراخې کړو غیر فعال شرکتونه په فعالو شرکتونو تبدیل کړو چې دې سره به مهم کاري فرصتونه جوړ شي.: «حکومتي شرکتونو کې دمگړۍ ۵۰ زره تنه په کارونو بوخت دي او په پام کې ده، چې د قوش تیپې په کانال کې زراعتي کمپلکس جوړ او په کې شاوخوا ۱۰۰ زرو تنو ته کاري فرصتونه برابر شي.»
پرون د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کاري فرصتونو او د فقر او بېکارۍ د له منځه وړلو په موخه د کار ملي کنفرانس پیل شوی، چې نن پای ته رسېږي.