د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت د هېواد د صادارتو په اړه د يوه معلوماتي کليپ په خپرولو سره وېلي چې، د تېرو دوو کلونو په پرتله بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده.
د اقتصادي معاونيت په ياد معلوماتي کليپ کې همدا رنګه راغلي چې، اوس مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول د هېواد صادرات دوام لري، چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کېږي.
په کليپ کې همدا رنګه زياته شوې چې، د صادارتو د لا پراختیا او معیاري کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړېوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسس او بسته بندۍ زونونه جوړېږي، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
اقتصادي معاونیت په عین حال کې ویلي، چې د دغو زونونو د ځمکو د انتقال چارې بشپړې شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي، چې ۱۰۰زرو کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د هېواد د صاداراتي برخې تقويت په مستقيم ډول په اقتصادي ودې او د هېواد د فقر او بېکارۍ په له منځه وړلو کې مهمه اغېزه لري.