د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې بیانیه کې د هېواد په بیلابېلو برخو کې د لسګونه ملیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې د لویو ملي او اقتصادي پروژو د پیل خبر ورکول شوی.
په دغو پروژو کې، د هرات غور سړک، دکابل غزني سړک دویم لاین، مس عینک پروژې ته غځېدلی سړک، د کابل ښار د بېلابېلو سړکونو د جوړولو د چارو د پیل سربېره، د پاشدان بند د پاتې چارو بشپړول، د عمري بند ګټې اخیستنې ته سپارل، د هرات خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې پیل، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې پیل، د هېواد په بندرونو کې د الکترونیکي سکینرونو نصب، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لمریزې برېښنا د پروژې بشپړول، د ارغندی سبسټېشن د پاتې چارو پراختیا او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د انتظارخونې د جوړولو د پیل پروژې شاملې دي.
بیانیه کې د یادو پروژو په پیل سره لسګونه زره کسانو ته د کاري فرصتونو له برابرېدا سربېره، زرګونه ماشینرۍ ته د کار د زمینې د برابرېدلو خبر هم ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو په ساختماني چارو کې تر ډېره داخلي توکو کارولو ته لومړیتوب ورکول شوي چې دې چارې په ټول هېواد کې د ټولنیز ژواندانه په ښه کېدلو کې اغېزمن رول لوبولی دی.