د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې، د مولوي عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دویمه غونډه کې چې نن د قوس میاشتې په ۱۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې په بېلا بېلو برخو کې، ۳۰ سټنډرډونه تصویب شوي دي.
ښاغلي برادر د دغې غونډې په پیل ویلي چې، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو له پاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.
ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ په دې سره به د بې کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو څخه په کلکه غوښتي چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي.
په دې ناسته کې د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰سټنډرډونه وړاندې شوي چې په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یاد سټنډرډونه تصویب شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د سټنډرډ د ملي ادارې مشر فیض الله تمیم په ګډون د خصوصي سکتور استازو او د یادې ادارې دایمي غړو ګډون کړی و.