الجزيرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ځواکونو د غزې په جنوب رفح ښار کې د صهيونيستي اسرائیلو پر لس کسیزه پیاده ډله، چې دوه پوځي سپي هم ورسره وو، د ماین چاودنه او کمین ترسره کړی دی.
سرچينه زياتوي، چې د ياد بريد له امله اسرائيلي پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، د ټپیانو د اېستلو لپاره هیلکوپټرې هم راغلي او نښته لا جریان لري.