رویټرز خبري اژانس په خپاره شوي خبر کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ به په منځني ختیځ کې نورې جنګي الوتکې او جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي.
د رويټرز په خبره پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان کړی، چې دا اقدام یې د ایران، حماس، او د لبنان د حزب الله د ګواښونو د مخنیوي او همداراز له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ د زیاتولو له امله کړی دی.
د اسرائیلو پر خاوره د بریدونو په اړه دا اندېښنې په داسې مهال دي، چې د چهارشنبې په ورځ د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په یوه برید کې شهید کړل شو او د ایران مشر پر اسرائیلو د مستقیم برید امر ورکړ.
د اسماعيل هنيه د شهادت په غبرګون د ايران ترڅنګ ترکیې او ګڼو نورو هېوادونو هم صهيونيستي اسراییلو ته د مخامخ جګړې ګواښونه کړي دي.