د امریکا او روسیې ډیپلوماټانو تېره ورځ (پنجشنبه) د ترکیې په استانبول کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه یې خبرې کړې دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټانو شپږ ساعته خبرې کړي او د خپلو سفارتونو په اړه د موجوده اندېښنو د حل کولو هڅه یې کړې ده.
راپورونه کاږي چې د روسي پلاوي مشري د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شمالي اتلانتیک د برخې مشر الکساندر داچیف او د امریکایي پلاوي مشري د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سوناتا کاولتر کوله.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې او امریکا د اړیکو نوی فصل تېره اونۍ ریاض کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف له خبرو اترو سره پیل شو، که څه هم دا خبرې د اوکراین د جګړې ختمېدو په اړه وې.