رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې په ایتوپیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي دا پېښه پرون د ایتوپیا د «سیداما» سیمې په «بونا» ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې واده ته د روانو مسافرو يو وړونکی موټر سیند ته لوېدلی چې له ډلې یې ۶۰ کسان مړه شوي او دغه راز يو شمېر ژغورل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
همدا راز تر دې وړاندې روان میلادي کال د جولای په ۲۴ مه د ياد هېواد په سويل کې ځمکې ښويېدو يو بله خونړۍ پېښه هم رامنځته شوې وه چې څه باندې ۲۲۹ کسان پکې مړه شوي وو.
ایتوپیا، د ایتوپیا د فدرالي دیموکراتیک جمهوریت رسمي نوم دی چې د افریقا په وچه کې یو له ګڼنفوسه هیوادونو څخه بلل کېږي