د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، صهیونیستان د یو انسان وژلو لپاره روغتونونه، ښوونځي او د استوګنې ودانۍ په نښه کوي خو بیا هم د بشري حقونو په اړه خبرې کوي.
بلخوا تسنیم خبري اژانس د ایران پوځي سرچینو له قوله ویلي، د اسرائیلو هر حرکت ته به سخت ځواب ورکړل شي.
همداراز د ایران پوځي سرچینو خبرداری ورکړی، که اسرائیل د ایران نظامي تاسیسات په نښه کړي نو د دوی غبرګون به حتمي او د صهیونېستانو له اټکل به لوړ وي.
سرچینې زیاته کړې، ایراني چارواکو په روښانه توګه ویلي، که صهیونیستان د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي نو دغه هېواد به کړو ژمنو ته ژمن پاتې نه شي.
ایراني امنیتي چارواکي زیاتوي، ایران د جګړې لپاره بېړه نه لري او نه هم د غبرګون په برخه کې دوه زړی کېږي، خو لېونیانو ته به د خپلو اعمالو سزاء حتمي ورکوي.