افغانستان یو داسې هېواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې له بیلابېلو ننګونو او یرغلونو سره مخ شوی؛ لله الحمد چې همېشه یې په خپل اسلامي هؤیت او بډایه فرهنګ تکیه کولو سره توانېدلی چې له دې بحرانونه څخه تېر او ووځي؛ خو په دې وروستیو کلونو کې او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د شر او فساد ډلې لاسونه خارجي دښمنانو ته ورکړي، د افغانانو د یووالي او همغږۍ د روحیې د تخریب په هڅه کې دي.
دا هڅې په بیلابېلو بڼو لکه منفي تبلیغات، رواني جګړې او د هېواد د قومونو او پرګنو ترمنځ د اختلاف اچونې په توګه ترسره کېږي.
په دې لیکنه کې به د شر او فساد له لوري د افغانانو د همغږۍ او یووالي د له منځه وړلو په موخه د کارېدونکو لارو او انګېزو په اړه بحث وشي. د افغانانو د یووالي او همغږۍ د خرابولو او تخریب لپاره د شر او فساد ډلې تګلارې:
۱. رواني جګړه او منفي تبلیغات:د شر او فساد ډله په دې پوهېدلې چې د یو ملت د یووالي د له منځه وړلو لپاره یوه ډېره اغېزمنه لاره رواني جګړه ده؛ هغوی د رسنیو، اوازو او منفي تبلیغاتو په مټ، د دروغو او تهمتونو په خپرولو سره د افغانانو د پیوستون، همغږۍ او یووالي د حس د کمزوري کولو په هڅه کې دي. دا تبلیغات په داسې بڼه طراحي شوي چې د انسانان په فطرت او حقیقت کې پټې او پیچلې کمزورې نکتې او ستونزې لویوي؛ هغه آبادۍ او پرمختګونه چې د هېواد په لر او بر کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې را ټوکېږي، کوچني او کمزوري ښيي، په دې سره د راتلونکي لپاره د هېوادوالو په زړونو کې شته هیلې او امیدونه کمزوري کوي، د دروغجنو خبرونو په نشرولو، د ستونزو په غټولو، او د نا امیدۍ په رواجولو سره هڅه کوي چې افغانان له یو او بل څخه جلا او تر منځ یې عمومي باور کمزوری کړي.
۲. د قومونو او مذهبونو ترمنځ اختلاف او ټکر اچول:افغانستان یو توکمیز او مذهبی هیواد دی چې تل یې د یووالي او پیوستون له لارې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې خپله زړورتیا او میړانه ښودلې ده؛ د دې قوي ټکي په پوهېدو سره، د شر او فساد ډله هڅه کوي چې د مختلفو قومونو او مذهبونو ترمنځ اختلافات او تفرقې رامنځ ته کړي؛ د قومي او مذهبي کرکې په خپرولو سره دوه هڅه کوي چې د افغانانو یووالی کمزوری او د بې ثباتۍ او ګډوډۍ زمینه برابره کړي.
۳. د اسلامي حکومت پر امنیتي ارګانونو د باور کمزوری کول: د افغانانو په منځ کې د پیوستون د روحیې له منځه وړلو لپاره د شر او فساد ډلې بله لاره پر امنیتي ځواکونو د باور کمزوري کول دي؛ هغوی د اسلامي پوځ او د هېواد امنیتي ادارو په نښه کولو سره هڅه کوي چې پر دغو ادارو د خلکو باور کمزوری کړي.
۴. له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه ګټه پورته کول:د جمهوریت له اجیرې ادارې څخه په میراث پاتې اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه په ګټه اخیستلو د شر او فساد ډله هڅه کوي چې افغانان له اسلامي امارت څخه بېل او لرې کړي.
د شر او فساد ډلې انګیزې:باغیان د افغانانو د پيوستون د روحيې د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې انګيزې لري؛ چې ځینې ېې په لاندې توګه دي:
۱. د قدرت او واک غوښتنه: ځینې باغیان دا کړنې د واک د ترلاسه کولو او د پیسو او شتمنۍ د ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي؛ دوی واک ته د رسېدلو لپاره د افغانانو یووالی له منځه وړي، د ملت او اسلامي امارت تر منځ واټن رامنځته کوي.
۲. له بهرنیو دښمنانو څخه اغېزمنتیا: د شر او فساد ډلې ډېری غړي د بهرنیو دښمنانو په ملاتړ او هڅونه عمل کوي؛ دغه بهرني هېوادونه او ډلې چې خپلې ګټې د افغانستان په بې ثباتۍ او کمزورۍ کې ويني، د همدې موخې لپاره د شر او فساد په لیکو کې د ځينو ذهني کمزورو او ناقصو افرادو مالي ملاتړ کوي.
۳. سیکولر نظریه: د شر او فساد ډله چې د ډیموکراسۍ او سیکولریزم د ایډیالوژیو تر اغیز لاندې ده، هڅه کوي چې د افغانانو د اسلامي یووالی او پیوستون روحیه له منځه یوسي؛ دغه کسان د افغانستان د اسلامي او مذهبي هويت په ردولو سره هڅه کوي چې د افغانستان پر خلکو د بهرنيانو عقاید، افکار او ارزښتونه مسلط کړي.
که څه هم اسلامي امارت د افغان ولس دغو دښمنانو ته په تېرو دريو کلونو کې د لږ خوځښت او فعاليت اجازه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم افغان ولس ته لازمه ده چې په راتلونکي کې د هر ډول مغرضو خواوو د لاسونو د پرې کولو لپاره، له اسلامي امارت سره لا زيات متحد او همغږي شي، ترڅو دا د بهرنيو اجیران مات شي او د پخوا په پرتله ډېر سرټیټي وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.