پر هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
ورور وژنه او نا حقه قتل:
مسلمانان یو د بل وروڼه او ملاتړ کوونکي دي، او لکه غر یو د بل تر شا درېږي؛ الله تعالی په خپل پاک کلام کې هغوی ته هم د مؤمنانو او هم د وروڼو خطاب کړی دی او د اخوت قوي اړیکه یې ورته په منځ کې جاري او پایښت لرونکې ګرځولې ده.
لکه څنګه چې په قرآن کریم کې فرمایي: «إِنَّمَا اَلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَ اِتَّقُوا اَللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ؛ بېشکه مؤمنان سره وروڼه دي او که (د الله په حکم) راوګرځېدل، په منځ کې یې په عدل او انصاف سوله وکړئ؛ او د الله تقوا خپله کړئ ترڅو په رحمت کې شامل شئ.» (حجرات: ۱۰)ځکه چې کله ټول یو بل ته د ديني وروڼو په سترګه وګوري او د یو بل عزت او آبرو خپله وګڼي، نو ټولنه سالمه او صالحه کېږي او په هغې کې جرم او جنايت صفر یا تر لږ حده پورې راټیټېږي؛ ځکه چې یوه رشته هغوی ټول سره یو ځای ساتي او اجازه نه ورکوي چې څوک ځان له دې رشتې څخه جلا کړي او ځان ځانګړی او بېل وګڼي.
همدارنګه په مبارکو احادیثو کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مؤمنان وروڼه ګڼلي دي او د بېلابېلو انساني ډلو څخه یې یو قوي او کلک ایماني ځنځیر جوړ کړی دی چې د هر ډول آفتونو او بلاګانو په وړاندې مقاومت کوي او هیڅ شی نه شي کولای چې هغوی جلا کړي او دا ځنځیر مات کړي.
لکه څنګه چې په مبارک حدیث کې راغلي دي: «المُؤْمِن للمؤمنِ كالبُنْيانِ يشدُّ بَعضُهُ بعضًا؛ مؤمنان لکه یوه ودانۍ دي چې یو بل ته استحکام ورکوي.» (روایت بخاري)تر هغه وخته چې دا بنسټ قوي او پایداره وي، هیڅوک نه شي کولای هغه ټولنه تهدید کړي، چلینج وکړي یا په هغې کې کوم درز رامنځته کړي؛ ځکه چې د اخوت اړیکه همدا د بشپړ حفاظت او د بیروني ګواښونو مخنیوي لپاره ده، او په داخلي توګه د یو بل منل او ورورګلوي حس راپاروي.
خو کله چې په دې مستحکم دیوال کې درز رامنځته شي او پرده له دې کلا پورته شي، نو بیا ډېر ګران وي چې پیښې او خطرونه کنټرول شي او د ناوړه پېښو دروازه بنده شي.
له بده مرغه، د باغیانو له خوا یو تر ټولو بدو، وحشيانه او نه بښل کېدونکو آثارو همدا ورور وژنه وه؛ د ملي اتحاد دروازه ماتول او له هیواد څخه د داخلي اتفاق او یووالي لرې کول وو.
هغومره ورور وژنې چې په دې دور کې ترسره شوې وې، شمېر یې له حسابه وتلی وو؛ د انسان وژل او د هغه وینه تویول دومره آسانه او ارزانه شوي وو چې د عدالت غوښتنه او حساب اخیستل هم آسانه او حتی ممکن نه وو.
نه چا کولای شوای چې د باغیانو او د هغوی د ملاتړو او ساتونکو په وړاندې راپورته شي او خپل غږ اوچت کړي، او نه چا جرأت او توان درلود چې د بې ګناه وژل شوي کس په بدل کې محکمې ته لاړ شي او شکایت وکړي.
ځکه خلک پوهېدل چې هر څه د هغوی په واک کې دي او هیڅوک نشته چې په رښتیا د مظلوم او بېوسه خلکو لپاره زړه وسوځوي او عدالت ترسره کړي.
کېدای شي چې د باغیانو د هرې تېروتنې، دوکې او خیانت په وړاندې سکوت وشي او له تېرېدو کار واخیستل شي، خو هېڅکله هم توی شوې وینه او اخیستل شوی ژوند بېرته نه راګرځول کېږي او دا بې درمانه زخم به تل د نږدې کسانو په زړونو کې پاتې شي.
دا هماغه حقیقت دی چې د باغیانو کرښه باطله کوي، شتون یې بېاغېزه کوي او باور پرې کول یوه لویه تېروتنه کوي.