د افغانستان برېښنا شرکت د تېر حکومت له ځینو چارواکو د برښنا له اړخه د ۱۹۵ میلیونه افغانیو پور له راټولولو خبر ورکوي.
د هېواد د برښنا شرکت ویاند حکمت الله ميوندي وايي، د برښنا د پورونو د راټولولو بهیر همداراز دوام لري، او په وينا یې هڅه کېږي چې د تېرې ادارې له هر چارواکي د برښنا د پور پیسې راټولې او د دولت خزانې ته جمعه کړي.
په ورته وخت کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د تېر حکومت له چارواکو د برېښنا پورونو اخیستو ته خوښ دي؛ او غوښتنه کوي چې دا پیسې باید د برښنا په برخه کې پر پانګونې ولګول شي.
د يادونې وړ ده چې د تېرې ادارې د ځينو چارواکو کورونه، مېلمستونونه، او حتا قبرونه په ميلياردونو افغانيو د برښنا د پيسو د نه ورکړې له درکه پوروړي دي، چې له ډیری هغو راټولې او ځینې نور یې لا پاتې دي.