بغاوتګر تر ډېره هڅه کوي چې په هېواد کې د نا امنۍ لپاره زمینه سازي وکړي او د وحشت فضا خوره کړي، ځکه چې دا ډله د خپل شخصي موخې لپاره د موجوده سیاسي، اجتماعي یا اقتصادي جوړښتونو پر ضد مبارزه کوي.
بغاوتګر په دې عقیده دي چې، د ټینګې او پراخې نا امنۍ له لارې کولای شي، خپل شوم اهداف ترلاسه کړي او د طالبانو پر وړاندې د بهرنیو رسنیو له لارې منفي تبلیغات تر اذهانو ورسوي.
د بغاوت په اصولو/شرايطو کې، نا امني اکثراً د خپلمنځي شخړو، بې اتفاقۍ، تعصباتو، ګډوډۍ او شورش سره تړاو لري، چې دا بیا د بغاوتګرو لپاره د یوه نوي سیستم جوړولو لپاره یو فرصت ګڼل کېږي.
د خیالي جبهو لنډغر او ځینې نور د طالبانو پر وړاندې ولاړ بغاوتګر ممکن دا خوښه نه کړي چې، په مستقیم ډول نا امني منځ ته راوړي، بلکې یوازې د سیاسي فشار زیاتولو لپاره دغه حالت رامنځته کوي.
بغاوتګر په غیر مستقیم ډول غواړي، په هېواد کې له خپلو پاتې شونو ریښو څخه په تدریجي بڼه استفاده وکړي چې، دلته په هیواد کې یې شخصي ګټې خوندي پاتې شي.
هغه بغاوتګر چې د تېر پرځېدلي جمهوري حکومت له سقوط سره سم له یرغلګرو امریکايي ځواکونو سره یوځای له هېواده بهر وتښتېدل، اوس له همغه ځایه د طالبانو په ضد پروپاګند کوي.
بغاوتګرو ځکه ناامني خوښوله/خوښوي چې، د افغان ولسونو حقونه پکې تلف کېږي/کېده، په چور، چپاول، ترور، غصب، اختطاف او وژنو د دې ډلو بزنسونه روان وو.
په هېواد کې نا امني/ګډوډي، که څه هم د شر او فساد لنډغرو او بغاوتګرو د اهدافو لپاره ګټوره تمامېدای شي، خو په ټولیزه توګه یې ټولنې ته ډېر زیان رسېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.