د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د ځانگړو ځواکونو عمومي قومندانۍ اړوند د بلخ ۸۸۸ ملي قطعې د ځواکونو له لوري هغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منگلو ازاد شوی، چې تېره اوونۍ تښتول شوی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، امنیتي خواکونو د یو لړ ځانگړو او تکتیکي عملیاتو پر مهال هغه ماشوم چې تېره اوونۍ د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و او له کورنۍ څخه یې په بدل کې ۳۰۰۰۰۰(درې سوه زره امریکايي ډالر) غوښتل، پرون ماښام وژغورل شول.: «کورنۍ ته یې گواښ کړی و که روپۍ مو رانه وړې ماشوم مړ کوو. لله الحمد د ۸۸۸ ملي قطعې د ځواکونو له لوري په یاد هدف عملیات وشول، چې په پایله کې ماشوم روغ او جوړ ازاد شو او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.»
د قانع په خبره، د عملیاتو پر مهال یو انسان تښتوونکی وژل شوی او پینځه نور ژوندي نیول شوي، چې د څېړنو وروسته به قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.
که څه هم د کابل په گډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د انسان تښتونې پېښې کمې شوي؛ خو لا هم نږدې هره اوونۍ د انسان تښتونې یوه پېښه ثبتېږي.