بلوڅ بېلتونپالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وسلهوالو یې، د بلوچستان ایالت مرکز کویټه، پنجګور او تربت ولسوالیو کې پر پوځ درې جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
بلوڅ بېلتونپالو په دغه اعلامیه کې د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې پر پاکستاني پولیسو د تېرې ورځې د مرګوني برید مسؤلیت هم منلی دی. په هغه برید کې ځایي سرچینو هندوکشغږ ته د درې کسانو وژل کېدل، تائید کړي وو.