د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت«د ایران نوی حکومت او د کابل–تهران اړیکو د پیاوړتیا فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او نورو موضوعاتو بحث شوی دی.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې علمي ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو رئیس وليالله شاهین په ایران کې د حکومت پر بدلون او پر دوهاړخیزو اړیکو یې احتمالي اغېزو باندې خبرې وکړې.
ښاغلي شاهین ویلي، افغانستان او ایران گاونډي هېوادونه دي او دا چې گاونډی په دیني نصوصو کې ډېر لوړ ځای او ارزښت لري، داسلامي امارت هڅه دا ده چې له ټولو گاونډیانو سره حسنه اړیکې ولري. د هغه په خبره، له ایران سره ښه راشه درشه او راکړه ورکړه لرو او توقع هم دا ده، چې په ایران کې د حکومت له بدلون سره دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
په دې ناسته کې جعفر مهدوي ویلي، د نظام په ټولو بنسټونو او ځانگړې توگه د بهرني سیاست دستگاه کې علمي او متخصص نظر خورا مهم دی، ځکه له دقیقې څېړنې او سپړنې وروسته اجرائیوي برخې ته مشورې ورکوي. د هغه په خبره، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی متقي په ځانگړې توګه د ځوان او متخصص ځواک خورا زیات طرفدار دی چې له کبله یې د بهرني سیاست په دستگاه کې د بریاوو شاهدان یو.:«سره له دې چې نظامي او مسلحانه مبارزه ثمر ته رسېدلی، خو اوس په لا ډېر پراخ، پېچلي او مهم اړخ یعني حکومتولۍ کې مبارزه پیل شوې او خاصتا له نورې نړۍ سره د اړیکو او سوء تفاهماتو لرې کولو اړتیا ده او له همدې کبله د بهرني سیاست د دستگاه مسوولیت هم خورا دروند او سخت دی.»
د مهدوي په خبره، په ایران کې د حکومتونو بدلېدل په عمومی پالیسۍ کې ډېر بدلون نهشی راوستی؛ ولې د نوي فرصت په توگه گټه کولی شو.: «له افغانستان سره د اړیکو موضوع د ایران لپاره خورا ارزښتناکه ده، ځکه دواړه هېوادونه ۹۵۰ کیلومتره اوږده گډه پوله لري او مذهبي، ژبني او کلتوري اشتراکات لري. د ایران په بهرني سیاست کې له اسرائیلو سره اړیکه سره کرښه ده او هم له امریکا سره اړیکې په نارنجي کرښه کې راځي. دا چې اسلامي امارت هم له بریا مخکې او هم وروسته د اسرائیلو په اړه یو قاطع او روښانه دریځ لرلی، نو ځکه د اسلامي امارت او ایران د نژدې کېدو عامل جوړېدای شي.»
نوموړي ویلي، بېلابېلو عواملو ته په کتلو هیله دا ده چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د نژدې کېدو په لوري ولاړې شي. اسلامي امارت د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ تسلط موندلی، د ټولو اقوامو او مذاهبو امنیت یې ټینگ کړی، په اقتصادي برخه کې یې په لږ امکاناتو سترې پروژې پیل کړې دي او د ایران د حقابې اړوند هم په وضاحت سره ښکاري چې حسن نیت موجود دی.:« ایران ته هم پکار ده چې په افغانستان کې د ناتعریف شوې ټولگډونه نظام تر نوم لاندې د غوښتنې څخه تېر شي، کوم څه چې په اوسني وخت کې نه عملي ده او نه هم د منلو وړ ده، بلکې یوه داخلي موضوع ده.»
جعفر مهدوي وویل، داسې برداشتونه هم شته چې په ایران کې د نوي حکومت له راتگ سره ممکن د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکو کې پرمختگونه د تېرې درې کلنې دورې په څېر چټکتیا ونه لري، خو بیا هم د اسلامي امارت په دریځ پورې تړاو لري او که امارت په اړیکو کې تحرک او رغنده گامونه اوچت کړي دا پرمختگونه به له ورو کېدو وژغورل شي. ځکه په تېرو درېیو کلونو کې د ایران د بهرني سیاست پر دستگاه دا نیوکه وه چې ایران د اسلامي امارت په پرتله دوهاړخیزو اړیکو کې ډېر مخکښ و او له همدې کبله د ایران نوي ولسمشر له گاونډیو هېوادونو سره د متوازن تعامل خبره مطرح کړې ده.: «له کاملا امنیتي او ایډیولوژیک فاز څخه اقتصادي او فرهنگي فاز ته د دواړو هېوادونو د اړیکو اوښتل د دواړو هېوادونو په گټه دي؛ ځکه که مناسبات اقتصادي شي او گټې سره وتړل شي دوهاړخیزې اړیکې به لا ډېرې پیاوړې شي او له اوسنیو سرحدي ستونزو او نورو گواښونو به راووځي.»
د بهرنيو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست د ایران څانگې مرستیال محمد حسین سعید بیا په خپلو خبرو کې ویلي، دا چې پزشکیان له گاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی، هیله بښوونکې نکته ده؛ خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت له لوري له گاونډیو هېوادونو په تېره ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو زیاتولو اړتیا هم محسوسه ده او یو شمېر داسې نکات شته چې تمرکز زیاتول پرې پکار دي.: «د اسلامي امارت امنیتي اقتدار د دې لامل شوی چې ایران له امارت سره د یوه مقتدر حکومت په توگه تعامل وکړي. د دې ترڅنگ، د افغانستان ترانزیټي موقعیت، په اقتصادي دهلېزونو او سیمهییز اتصال کې مهم رول، د افغانستان صادراتي او وارداتي وړتیا او د افغانستان مارکېټ ته د ایران اړتیا، د افغانستان د اوبو وړتیاوې او داسې نور هغه مسئایل دي چې له کبله یې ایران ښایي له اسلامي امارت سره مثبتو اړیکو ته هڅوي.»
سعید ویلي، یو شمېر گډې ننگونې هم شته چې پر فرصتونو بدلېدای شي. د داعش ډلې گواښ، گډه اوږده پوله، نشهیي توکي چې امارت ورسره بریالۍ مبارزه کړې، کډوالي یا د انسانانو قاچاق او داسې نور هغه ننگونې دي چې د دوهاړخیز تعامل په صورت کې پر فرصتونو بدلېدای شي.