لیکوال: اېمل پښتون
د مسعود، رباني، فهيم، امرالله، بسم الله کورنۍ او پلويان يې له څو لسيزو راهيسې، د تاجک ولس برخليک يرغمل کړی او د خپلو کورنيو ګټو له مخې يې څو څو ځله خرڅ کړي، خو په سختو ورځو کې بیا ځینې تښتېدلي، هیڅ ګټه یې نه ده ورته رسیدلې.
بې له شکه هغو کسانو چې زموږ د خلکو په وژلو، غلاوو، جنسي تېریو او بې عزته کولو سره یې د افغانستان د مومنو خلکو د سپېڅلي او پاک جهاد پایله باطله کړه، د افغانستان خلک دا جنایتکاران او خاینان پېژني.
موږ باید تېر هېر نه کړو، هغوی چې نن د ښځو د حقونو، بشري حقونو مدافعان او د هېواد د قومونو تر منځ د واک د وېش دعوه کوونکي دي، کله چې په واک کې وو، ستر وحشیان ول او د کابینې ټول غړي یې له خپلوانو، یوه کلي او بالاخره له یوې ولسوالۍ غوره کړل.
ایا د افغانستان خلک د مافیا په ډله، مسعود، رباني، فهیم او یونس باور لري؟احمد مسعود د برنارد لوئس عسکر د موساد او فرانسې د استخباراتي ادارې یو متعهد غړی دی، هغه هر ځل له موساد څخه مرسته غواړي ترڅو دا هېواد ویجاړ او مسلمانان ووژني.
د دغو فاسدو او بهرنیو اجیرانو له تښتېدلو سره، اوس چې د دوی لاسونه د ملت له جیبونو څخه وتلي، څومره په بې شرمي د بهرنیانو د اشغال غوښتنه کوي.
اولس په دې پوهېږي او د اسلامي نظام او مخلصو او وطنپالو مجاهدینو په ملاتړ به هېڅکله د اشغال اجازه ورنکړي، نه به څوک د دوی ملاتړي پیدا شي او نه به نړۍ افغانستان ته زړه را ښه کړي.
له داعش سره د یو ځای کېدو بهیر؛ څو کاله وړاندې، د امرالله صالح له خوا ترسره شو، خو د کوم دلیل له مخې بریالی نه شول خو له بده مرغه! چې د ډېری مفسدو مشرانو په تېښته سره، دغه بهیر د احمد مسعود د جبهې په ملاتړ زور اخیستی او زموږ تاجک هېوادوال د نړیوالو استخباراتو د دغه ناوړه پلان لومړني قربانیان دي.
تاجکانو ته د داعش توجه، اسرائیلو، امریکا او انګلستان ته د احمد مسعود او صالح نوکرۍ د افغانستان تاجکان له خورا ناوړه او مغرضې پدیدې سره مخ کړي دي.
که په افغانستان کې مېشت تاجک ولس په هوښیارۍ سره داعش او د احمد او امرالله په څېر د لوېدیځ اجیرانو ته نه ونه وايي، دوی به د نړیوالې ترهګرۍ راتلونکي قربانیان وي.
هغه متعصبین چې دا شل کاله عصبیت ور پيچکاري شوی، نا خبر له دې چې اصلي لوبه چېرته او څنګه اداره کېږي، وخت ناوخت د انترنيت له لارې جذب او د سطرنج د عسکرو پشان بې ځایه لوبول کېږي او مري.