څو ورځې وړاندې د افغانستان یو شمېر بدنامې او تښتېدلي څهرې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې، د سرپرست حکومت پر ضد جګړه کې د وژل شویو مخالفینو د دویم تلین په مناسبت راټول شوي وو. دوی د یوه نمایشي محفل په جوړولو سره هڅه وکړل چې ځانونه یو ځل بیا د ولس مدافعین او د استبداد ضد مبارزې اتلان معرفي کړي؛ حال دا چې د جمهوریت په رژیم کې دوی له خیانت، فساد، بې کفایتۍ او د بهرنیانو له غلامۍ ډکې کارنامې لري.
دوه کاله وړاندې د وري میاشتې په ۲۲مه، د سرپرست حکومت ضد وسلوالو مخالفینو څو کلیدي کسان لکه قربان علي بامیاني، برهان الدین اندرابي، حسین سمنګاني، صبور فاریابي، فهیم سالنګي، اکمل امیر او بصیر اندرابي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې ووژل شول. دې کسانو د بهرنیو قدرتونو په همغږۍ د بغاوت هڅه کول، څو د نا امنۍ او فساد په رامنځ ته کولو سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه ډب کړي.
حقیقت دا دی چې د جمهوریت بدنامو فراریانو نه یواځې دا چې د دغه ساده لوحو کسانو وینې د خپلو ګټو لپاره تویې کړې، بلکې اوس د هغوی له مړینې هم د خپلو بدنامو او بې اعتباره نومونو د ژوندي ساتلو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځان مطرح کولو لپاره ګټه اخلي. دوی هڅه کوي چې د تکراري شعارونو په ورکولو سره خپل تېر تور تاریخ پټ کړي.
د ویناوالو په منځ کې محمد باقر محسني چې د دې غونډې له ګډونوالو څخه و، د وژل شوي قوماندان اکمل امیر او د هغه د ملګرو مبارزه د چګوارا او فیدل کاسټرو له غورځنګ سره پرتله کړه؛ داسې پرتله چې د تاریخي واقعیت په ځای تر ډېره تبلیغاتي رنګ او بوی لري، د داسې چا د اسطوره سازۍ هڅه وه چې ولسي ملاتړ یې نه درلود او په جګړه کې یې ځانګړي اهداف او له بهرنیانو سره تړاو درلود.
له شک پرته د اکمل امیر مبارزه د چګوارا له مبارزې سره پرتله کول، د تاریخ ښکاره تحریف دی؛ هغه کار چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکو پکې خاص مهارت درلود. د دې حقیقت د درک لپاره کافي ده چې د چګوارا مبارزې ته یوه لنډه کتنه وکړو، ترڅو د اکمل امیر او چګوارا ترمنځ د ژور توپیر واقعي انځور ووینو.
چګوارا چې بشپړ نوم یې ارنستو چګوارا دی، یو وتلی ارجنټایني انقلابي و چې د کیوبا په انقلاب کې یې مهمه ونډه درلوده. دی په ۱۹۲۸م کال کې په ارجنټاین کې وزېږېد، که څه هم د ځوانۍ پر مهال یې د طبابت رشته لوستې وه، خو ژر یې د سیاسي مبارزې لار غوره کړه.
چګوارا د ۱۹۵۰مې لسیزې په جریان کې له فیډل کاسټرو سره آشنا او د هغه د چریکي غورځنګ غړی شو. چګوارا د هغه مهمو قوماندانانو له ډلې و چې د باتیستا د استبدادي رژیم پر وړاندې یې مبارزه وکړه او نسکور یې کړ؛ هغه رژیم چې د لوېدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا، پراخ ملاتړ یې له ځان سره درلود.
د باتیستا د رژیم تر نسکورېدو وروسته، چګوارا د نورو هېوادونو د انقلاب د رهبري لپاره له کیوبا ووت او لومړی کانګو ته او بیا بولیویا ته لاړ، ترڅو هلته هم د چریکي مبارزې بنسټ کېږدي؛ خو په بولیویا کې ونیول شو او په ۱۹۶۷م کال کې د هماغه هېواد د اردو له خوا د بهرنیو سازمانونو په ملاتړ اعدام شو.
د چګوارا د ژوند د لومړیو کرښو په لوستلو سره پوهېږو چې د چګوارا او اکمل امیر ترمنځ څرګند توپیر موجود دی؛ چګوارا د غرب په ځانګړې توګه د امریکا د مداخلې پر ضد د مبارزې سمبول و، خو اکمل امیر تر دې وړاندې د اشغالګرو امریکایانو تر سیورې لاندې د خپل ملت پر ضد وسله پورته کړې وه.
چګوارا د خلکو د آزادۍ لپاره د یوه غرب پلوه مزدور رژیم پر وړاندې انقلاب رهبري کړ، خو اکمل امیر او ملګرو یې د لوېدیځ په ملاتړ او د یوه لاسپوڅي رژیم د دفاع لپاره وسله پورته او د خلکو د غوښتنې خلاف یې د جمهوریت دفاع کوله.
د اکمل امیر او ملګرو مبارزه یې د چګوارا له مبارزې سره پرتله کول نه یواځې له حقیقت څخه لیرې ده، بلکې د عامه ذهنیت دوکه کول دي، ځکه چګوارا د یوه فاسد او غرب پلوه رژیم پر ضد جګړه وکړه، خو اکمل امیر د یوه رژیم د ملاتړ لپاره جګړه کوله چې کلونه کلونه یې د امریکا او ناټو په مستقیم ملاتړ د افغانستان پر خلکو حکومت کاوه. چګوارا د ملتونو د آزادۍ لپاره مبارزه وکړه، خو اکمل امیر خپله وسله د هغه فاسد رژیم د بیا راګرځولو لپاره پورته کړه چې افغانستان یې د فساد، تبعیض او غلامۍ کندې ته غورځولی و؛ دا ژور توپیر، د دوی دواړو ترمنځ هر ډول پرتله بې معنی او تاریخ تحریفوونکی ثابتوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.