د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي په لومړي ځل به په افغانستان کې په نړیوالو ستندردونو برابر د الیکترونیکي لیسنس ورکړه پیل شي چې له دې سره به په هیواد کې د غیر قانوني لیسنس د ورکړې مخه ونیول شي.
ښاغلي قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دا پروسه به راتلونکو څو ورځو کې په ټول هېواد کې پیل شي.
د ښاغلي قانع په خبره د افغانستان برېښنايي لایسنس به په نړېوالوو معیارونو برابر وي چې ور سره به هېواد کې د غیري قانوني لیسنس د ورکړې مخه هم ونیول شي.
کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د برېښنايي لایسنس په وېش به د ترافیکو د پېښو د کمېدو سربېره یو شمېر نور مهم بدلونونه هم رامنځته شي.