ترکي رسنیو خبر ور کړی، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په ترکیه کې ۲۹ تنه افغان پناه غوښتونکي چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.
د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه افغانان د ترکیې “اغرې” ښار کې په یوه ټېلر کې نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا نیول شوي کډوال تر نیول کېدو وروسته د دغه ښار کډوالو ریاست ته د ثبت کېدو لپاره لېږدول شوي دي.
پولیسو د یاد ټېلر چلوونکی هم په دې تور نیولی دی.
د ترکيې رسنیو په وینا، د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او پېژندلو لپاره په ټول هېواد کې سخت عملیات او پلټنې روانې دي.
ګڼ شمېر افغان ځوانان په مرګوني لاره د ایران له لارې ترکې هېواد ته په قاچاقي لاره ځي، چې ډیر کله دغه افغان ځوانان په لارو کې له یخنۍ، تندې او ولګې له لاسه ژوند بایلي.
همدا راز ګڼ شمېر افغان ځوان د ترکې سرحدي پولیسو لخوا هم په نښه شوي او وژل شوې دي.
له دې وړاندې هم په ترکیه کې سلګونه افغانان نیول شوي او افغانستان ته رالیږل شوي دي.