ترکیې د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې د نړېدلې یوې ودانۍ جوړوونکي ته د ۸۶۵ کلونو زندان جزا واوروله.
د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې، د ترکیې په جنوبي «ادانا» ښار کې د اپارتمانونو دغه ۱۴ پوړیزه ودانۍ د ریښتر په کچه په ۷.۸ درجې زلزلې ونړوله.
د دغې ودانۍ جوړونکی «حسن الپارګون» د زلزلې په ورځ شمالي قبرس ته تښتېدلی و او یوه اوونۍ وروسته یې ځان امنیتي مسئولینو ته په لاس ورکړ.
الپارګون د دې خبرو په ځواب کې ویلي، چې د ودانۍ د جوړولو توکي د مسولینو له خوا تایید شوي وو.
د تېر کال د خونړۍ زلزلې وروسته، د نړېدلیو ودانیو لږ تر لږه ۲۶۰ جوړوونکي او مسولین له دغه هېواده د تیښتې په حال کې ونیول شول.
یادولو ده چې ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې ۵۳زره کسان، او په ګاونډي سوریې کې ۶۰۰۰ کسان مړه شول.