د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جوادي وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.