د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوبي کوریا په سویل ختیځه سیمه کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۷ زره نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
راپورونه کاږي، سختو بادونو د ځنګلونو اور پراخ کړی چې ورسره خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د اور د پراخېدو امکان شته، خو ټول امکانات به وکاروي، څو اور مهار شي.