
مشهور پاکستاني خبریال احمد نوراني وایي، هند د پاکستان بهاولپور، سیالکوټ، شکرګړ او مریدکي په ګډون پر شپږو ښارونو ۲۴ بریدونه ترسره کړي؛ خو د پاکستان حکومت پرې له ۶۰۰ خبریالانو په استفادې شاوخوا ۶۰۰۰ جعلي خبرونه نشر کړي دي.
ښاغلي نوراني وړاندې زیاته کړې ده چې، یادو خبریالانو ادعا کړې چې پاکستان د هند شپږ جنګي الوتکې راغورځولي او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د هندي پوځیانو د قومندې پر یو مرکز برید کړی.
نوموړي ویلي، په حقیقت کې د هندي پوځ دوې الوتکې نسکورې شوي. هغه دغو خبرونو ته په کنایي لیکلي: «د دغو خبرونو له مخې، پاکستان جګړه ګټلې ده.»
د یادونې وړ ده، چې هند تېره شپه د پاکستان پر یو شمېر ښارونو د بالسټیک توغنديو پر مټ پراخ بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واښته.