د افغانستان ستره محکمه وايي، د خوست ښاري ابتدایه محکمې د امنیت دېوان د پرېکړې پر بنسټ یې درېیو تنو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد درې تنه د نامشروع اړیکو او فریبکاري تورن وو، چې په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.:«د یادو متهمینو له جملې څخه یو متهم پر دوه کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا، دویم او درېیم متهم پر شپږ میاشتې تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا محکوم شوي وو.»
د خبرپاڼې له مخې، د تعزیري سزا دغه حکم د خوست د مرافعه او ښاري محکمې په انگړ کې په داسې حال کې پر متهمینو تطبیق شو، چې د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس مولوي امین الله (منیب)، د ښاري محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، د ښاري محکمې قضايي او اداري غړو او عامو هېوادوالو پکې برخه لرله.
د افغانستان ستره محکمه وخت ناوخت د هېواد په گوټ ـ گوټ کې هغو کسانو ته تعزیري سزا ورکوي، چې په بېلابېلو جرمونو تورن شوي وي.