د خوست امنيه قومندانۍ وايي، “د امنیتي مسوولینو په هڅو د دوو “کليو” کورنيو عظمتي او موتخېلو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.”
خبرپاڼه زیاتوي، په دې قومي جرګه کې د خوست ولايت امنیتي مرستیال عبدالحلیم حیدر، د دفتر امر اشرف شاهین او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
په دې جرګه کې د دواړو کلیو ترمنځ روغه وشوه او دښمني یې رسماً پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د مسوولينو په هڅو تېره ورځ هم په بلخ او روزګان ولايتونو کې دوه ولسي دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې وي.