دي خوست د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست وايي، د او.ار.ډي موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز کې د املوکو بڼونو د ترویج او پراختیا په موخه یې پر ۲۷۰ بزگرانو د املوکو نیالگي وېشلي دي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې ولایت په مرکز کې د ۲۷۰ بزگرانو د سروې چارې بشپړې او پر یادو بزگرانو د املوکو اصلاح شوي نیالگي وېشل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادې موسسې په همکارۍ یې د خوست په قلندر ولسوالۍ کې هم پر یو شمېر کروندگرو د غوزانو نیالگي وېشلي دي.
سره املوک عموماً په هغو ځایونو کې کېږي، چې توده هوا ولري. دغه مېوه لرونکي ونې ډېر حاصل ورکوي، چې اوسمهال یې د هېواد په بازرونو کې ارزښت لوړ شوی او ښه پلورل کېږي.
د خوست سربېره ننگرهار، لغمان او کونړ هم هغه ولایتونه دي، چې د سرو املوکو گڼ بڼونه لري او هر کال ترې زرگونه ټنه حاصلات راټولېږي.