جيو نیوز پاکستاني رسنۍ وايي د خيبر پښتونخوا په بنو سیمه کې ناپېژاندو وسله والو ۷ پاکستاني پولیس تښتولي دي.
يادې رسنۍ خیبر پښتونخوا کې د پولیسو له قوله لیکلي چې، دغو وسله والو لومړی پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او بیا یې ترې ۷ پولیس له ځان سره بیولي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې تر دې پېښې وروسته ځواکونه سيمې ته رسيدلي او په لرې پرتو او غرنيو سيمو کې يې دتښتول شویو پولیسو د لټون هڅې پيل کړي دي