د عامې روغتیا وزارت وايي، د دایکندي د سنگتخت او بندر ولسوالۍ په سیاه ده سیمه کې یې یو روغتیايي مرکز جوړ کړی، چې د گڼو ځايي خلکو روغتیايي ستونزې به ورسره هوارې شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې یاد روغتیايي مرکز د UNHCR دفتر په مالي همکارۍ د ۲٦۰ زره ډالرو په لگښت د سنگتخت او بندر ولسوالۍ په سیاه ده سیمه کې په معیاري او اساسي توگه جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه روغتیايي مرکز سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې تر یوه بریده حل او اړینې روغتیايي چوپړتیاوې به ورته وړاندې کېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې بېړنیو ناروغانو ته پکې لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.