د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند له خبرو اترو څخه یو باخبره فلسطیني چارواکي ویلي چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون هوکړه د وروستي کېدو په حال کې ده. د دغه چارواکي په وینا، د یادې هوکړې د پلي کېدو په لومړۍ ورځ به حماس درې اسرائیلي یرغمل خوشي کړي او اسرائیل به خپل پوځ د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه وباسي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هیله څرګنده کړې، چې دغه هوکړه به د روانې اونۍ تر پایه نهايي شي. همداراز یوه اسرائیلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې خبرې اترې «پرمختللي پړاو» ته رسېدلي او ښايي یاده هوکړه په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې ترلاسه شي.
بل خوا د لومړي ځل لپاره خبر ورکړل شوی چې په دوحه کې د اسرائیلو او حماس مذاکره کوونکي په یو وخت کې په یوه ودانۍ کې حضور لري.