Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د اشغال د دوام لاروی؛ هغه جنرال چې د افغان وژنې په لار کې یې ځان د ناټو له ګټو قربان کړ
    تورې څېرې

    د اشغال د دوام لاروی؛ هغه جنرال چې د افغان وژنې په لار کې یې ځان د ناټو له ګټو قربان کړ

    صابر افغانصابر افغان5 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د کورنۍ جګړې د یوه مطرح غړي احمدشاه مسعود شاوخوا کسان، نه یواځې دا چې د کورنۍ جګړو اصلي مخکښان او له نوموړي سره جوخت، د روسیې، امریکا، برېټانیا او فرانسې په څېر هېوادونو له استخباراتي او مخربو کړیو سره په بېلابېلو معاملو کې ښکېل وو، بلکې د هغه له مړینې وروسته پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته مستقیماً له امریکایانو سره ودرېدل او دوه لسیزې یې د اشغال تر توغ لاندې ژوند وکړ.

    د دغه کسانو له ډلې یې یو تن جنرال محمد داوود وو، چې له لومړيو له مسعود سره اوږه پر اوږه، له بهرنیانو سره په ډېرو پټو او ناوړه معاملو کې شریک و. نوموړي پر افغانستان د امریکا له برید سره هم مهاله د امریکایانو خدمت ته ځان حاضر کړ او د خپلو خلکو او ولس پر وړاندې یې بې رحمه جګړه پیل کړل، د افغانستان په شمال کې یې ډېر ظلمونه وکړل، ډېر بې ګناه کسان یې په یوه او بله بهانه ووژل، ډېر یې شکنجه کړل، ډېری یې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ کړل او د هېواد په شمال کې یې د مېشتو پرګنو او قومونو ترمنځ بې اتفاقیو ته په پراخه کچه لمن ووهله.

    نوموړی په شمال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو یو له تر ټولو هغه نږدې همکارانو څخه و، چې د دوی د خوشحالولو لپاره یې هرې ناروا کړنې ته لاس اچاوه او په شمال کې یې د امریکايي لوبو او ناوړه پروژو د پلي کولو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې. د همدې خوشخدمتیو په مقابل کې امریکایانو د ډګر جنرالۍ رتبه هم ورکړه او نوموړی یې د لا ډېرو خوشخدمتیو لپاره وهڅاوه.

    نوموړی په شمال کې د ډېرو خلکو له سیستماتیکو وژنو، ربړونو، شکنجو او زنداني کولو وروسته، بالاخره د ۱۳۹۰ل کال په جوزا میاشت کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو. د هغه له وژنې وروسته، په شمال کې ډېرو خلکو د ارام ساه واخیستل او د ده له ظلمونو په امن شول. دغه راز د نوموړي په مړینه امریکایانو او نورو غربي هېوادونو هم د تمساح اوښکې تویې کړې او د هغه مړینه یې د ځان او خپلو پروژو د تطبیق په برخه کې ستره ضایعه وګڼل.

    دا تنها داوود نه و، چې امریکايانو او غربي اشغال ته د خدمت او دغه راز د خپل ولس او خلکو د ربړونې لپاره تاریخ ته تورې کارنامې پرېښودې، بلکې د ده او په ځانګړې توګه د مسعود ډېر نور داسې لارویان هم وو او هم شته، چې لا یې هم د خپلو اسلافو پر تور قدم، قدم اېښی دی، د خپل وطن د پلور، د خپلو خلکو د وینې تویولو، د خپل ځان او کورنۍ د ګټو د خوندیتوب او دغه راز یې د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشحاله ساتلو لپاره ډېرې بې ځایه قربانۍ ورکړې او ځنیو خو لا ځانونه هم ترې قربان کړل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې د غواګانو د غلا په تور درې تنه نیول شوي
    راتلونکي مقاله د افغانستان او عراق ترمنځ د سفارتونو پر بیا پرانیستلو خبرې شوي

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    د لبنان حزب الله ډلې مشر: ایراني پوځ اسرائیلي رژیم ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ

    د لبنان حزب ‌الله ډلې مشر نعیم قاسم ویلي، چې ایراني پوځ خپل مؤثریت ثابت…

    د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د ایران په مازندران کې پر یوه رادار هوایي برید کړی

    24 جون 2025

    چينايي پانګوال افغانستان کې د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لبنان حزب الله ډلې مشر: ایراني پوځ اسرائیلي رژیم ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ

    24 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د ایران په مازندران کې پر یوه رادار هوایي برید کړی

    24 جون 2025

    چينايي پانګوال افغانستان کې د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.