د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران وايي د ياد وزارت د ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال د ازبکستان هېواد د ګرځندوی له وزیر امید شادیف سره ولیدل.
ښاغلي غفران په خپله ایکس پاڼه ليکلي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معين مولوي قدرت الله جمال کابل ته د نوموړي سفر تاریخي او مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو نوی پیل بللی دی.
غفران زياتوي چې: ورته مهال د ازبکستان د ګرځندوی وزیر امید شادیف ژمنه کړې، چې ګرځندوی برخه کې به همکاري پیاوړې کړي نوموړي دغه راز د روان کال په نومبر میاشت کې په هغه هېواد کې د ګرځندوی په اړه د یوې غونډې د جوړولو په اړه معلومات ورکړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ته یې بلنه ورکړې، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د يادولو وړ ده چې د ازبکستان د ګرځندوی وزير په ګډون نن کابل د ازبکستان د لومړي وزير او همدا رنګه د ايران هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې پلاوي کوربه هم دی.