خبر:
رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د دوو چارواکو له خولې ويلي چې دغه سازمان هڅه کوي د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان کنګل شوې بودجه آزاده کړي او دغه هېواد ته یې ورکړي، ځکه د دوی په وینا افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم له بدلون او له دې کبله له رامنځته شویو زیانونو سره لاس او ګرېوان دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي سټیفن رودریکوز رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له ټولو هغو لویو ادارو سره په خبرو بوخت دی چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره پروګرامونه تمویلوي، تر څو افغانستان ته بیا سرچینې برابرې کړي. په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې مشر ډیک ترینچارد ویلې: «په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه هېڅ شک نشته؛ تاسو کولی شئ د اقلیم د بدلون اغیزې او د هغې د چاپېریال پایلې په هر ځای کې وګورئ.»
تبصره:
په افغانستان کې د امریکا او د هغو د متحدینو له ماتې او دغه راز د تېر جمهوري حکومت له نړېدو وروسته، امریکا او متحدینو یې په لومړي سر کې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه چې نږدې ۱۰ میلیارده ډالره وه، ګنکل کړه او تر څنګ یې پر افغانستان سخت بندیزونه ولګول. دا پانګه د افغانستان ملي شتمني او د ټول ملت اړوند ده، دغه راز یې په تېرو نږدې دریو کلونو کې هم منفي اغېزې پر ټول ملت پرېوتې وې.
د افغانانو د دې ملي شتمنۍ د بندېدو له کبله د سوداګرۍ ته زیان اوښتی، له بهرنیو هېوادونو سره یې د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه اغېزمنه کړې او ترڅنګ یې د افغانستان اقتصاد ته هم زیان اړولی دی. امریکا دا پیسې داسې مهال کنګل کړي چې ځانونه د بشریت، بشري او نورو نړیوالو حقونو مدافع بولي او په رسنیو کې بیا بیا ادعاوې کوي چې دوی له بېوزلو افغانانو سره مرستې کوي.
له بلې خوا ملګري ملتونه هم په افغانستان کې پر افغانانو له بده مرغه د دغو نامشروع او ظالمانه بندیزونو ناوړه اغېزې ويني، خو تر اوسه یې داسې کوم ګام اوچت نه کړ، چې دا پیسې بېرته ازادې شي او افغانان له ډلهییزې ځورونې وژغورل شي. دا چې اوس یې د اقلیمي بدلون د برخې د پیسو د ازادۍ لپاره هڅې پیل کړي، دا یو ښه اقدام دی، خو بسنه نه کوي. ملګري ملتونه باید یوازې په دې برخه کې نه، بلکې د افغانانو ټوله ملي شتمني را ازاده کړي، دغه راز په تېرو دریو کلونو کې د دغو بندیزونو له کبله اوښتي زیانونه هم جبران کړي ترڅو افغانان وشي کولی په دې سره خپل ځپل شوی اقتصاد تر یوه ځایه ورغوي.
تر دې ورهاخوا ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د روانو اقتصادي تحرکاتو ملاتړ هم وکړي، په افغانستان کې دې د لویو لارو په بیارغونه، د اوبو او برېښنا بندونو په جوړونه، د قوش تېپي کانال په څېر لویو پروژو په لا اغېزمنتیا او دغه راز د برېښنا په برخه کې د روانو هڅو ملاتړ وکړي، دغه څه د دوی مسوولیت دی، تر څنګ یې دې هغه هېوادونه هم د غرامت ورکړې ته اړ کړي، چې تېر شل کاله یې په افغانستان کې وحشتونه وکړل او افغانان یې وکړول.
له بلې خوا ملګري ملتونه باید د خپل مسوولیت له مخې پر افغانستان د اقلیمې بدلون د ناوړه او منفي پایلو ته جدي پاملرنه وکړي، د وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له کبله له اغېزمنو افغانانو سره خپلې ريښتینې مرستې زیاتې کړي. بله مهمه مسئله دا ده چې په افغانستان کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د نشهیي توکو کرکیله صفر شوې، نو دوی اړ دي چې په دې برخه کې هم له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت په برابرولو کې مرسته وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.