شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې، نن ورځ د مارچ مياشتې په پنځلسمه پاکستاني طالبانو د کرمې ولایت د صدې ولسوالۍ په تړلې کلي کې پر پوځي قطار د ماین چاودنه وکړه او ورپسې یې پر نورو پوځي موټرو کمين وواهه. د سرچينې په وينا، د ياد کمين په ترڅ کې ۶ پوځي عسکر هلاک شوي او درې نور ټپيان دي او دغه راز د نورې مرګژوبلې احتمال هم شتون لري.ياده دې وي چې، د پاکستاني طالبانو غورځنګ بېګا شپه د روان کال لپاره د الخندق په نوم عمليات اعلان کړل او پاکستاني حکومت ته یې ګواښ وکړ، چې روان کال به پرې پراخ بريدونه ترسره کړي.
بلوڅ بېلتونپالو له تېرو دوو ساعتونو راهیسې پر ډاډر-جهلمګسي سړک د پاکستاني پوځیانو لټه پیل کړې30 اپریل 2025