د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکوي چې د ياد وزارت اړوند د کونړ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست محتسبينو د ښځو د حقونو اړوند د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس، د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ په هلګل کلي کې د دوه اجباري نکاح ګانو‌ مخه نيولې ده.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ د يادې سيمې ځايي اوسېدونکو او قومي مشرانو له دې پرېکړې هرکلی کړی او وعده یې کړې چې وروسته له دې به د ښځو اسلامي او شرعي حقونو ورکړې ته ژمن پاتې کېږي.

د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته د اسلامي امارت مشرتابه د ښځو د اسلامي او شرعي حقونو د ورکړې په اړه يو فرمان صادر کړ چې پر بنسټ یې د ښځو اجباري نکاح، او بدو کې ورکول هم منع وګڼل شول، او له هغې راوروسته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د ورته پېښو مخه نيولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version