Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امنیت ګواښوونکي څوک دي؟
    لیکني

    د امنیت ګواښوونکي څوک دي؟

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د امنیت ګواښوونکي د شر او فساد هغه ډلې او ټپلې دي چې ګټې یې په امن او سوکالۍ کې له خطر سره مخ وي.د شر او فساد ډلې او ځينې نور بغاوتګر له هغې ورځې په چغو سر شول، له کله چې اسلامي امارت په هیواد واکمن شو او د چارو واګي یې په لاس کې واخیستل.

    د بغاوتګرو خو په ناامنۍ کې خېټې غوړې وې، د نورو په مشورو به یې په هیواد کې بېلابیلې نامشروع کړنې ترسره کولې، د ملي ګټو پر ځای ورته خپلې ګټې مطرح وې.

    دا چې یو شمېر د تېر نظام مسلکي غله لا اوس هم ځانونه د افغانانو اصلي مدافعین ګڼي، همدغو غلو په خپل وخت سره، له عام ولس څخه سرچپه پوستکی ویستی دی، له هرې ممکنې لارې یې په ولسونو ظلم او تېری کړی.

    په دولتي او غیري دولتي اداراتو کې یې مقررۍ په روابطو او ضوابطو ترسره کېدلې، خېښي او خپلوي پکې پالل کېده، د همدې فاسدو او ناهله غلو له امله یو شمېر ځوانانو خپل تحصلي اسنادونه څیرې او وسوځول چې د دندې په مقابل کې ترې د رشوت غوښتنه کېده، که چېرې کوم چا د رشوت ورکولو وسه درلوده، که تحصلي اسناد یې درلودل او که نه، یوازې او یوازې به په دنده همغه کس وګمارل شو چې د رشوت ورکولو توان یې درلود.

    نو له دې څخه څرګنده شوه چې د هیواد په ناامنۍ کې د ډېرو خېټورو غلو چې په ارامو او رشوت خورۍ یې خېټې له دوی یو متر لاندې ځوړندې وې، ګټې او شخصي بزنسونه یې روان وو؛ همدغو رشوت خورو د پیسو په مقابل کې تر ډېره امنیت ګواښه، د ترور او اختطاف ډلې یې جوړې کړې وې، وژنې او قتلونه یې په پټه او ښکاره ترسره کول.

    هیڅ چا د دې ډلو او ټپلو په مقابل کې د غږ پورته کولو توان نه درلود چې زما حق تلف شوی، زه ناحقه زورول شوی یم، د کار په مقابل کې رانه د رشوت غوښتنه شوې؛ احیانًا که داسې کوم کس به پیدا شو، خپل غږ به یې اوچت کړ، بله ورځ به یې د کلي له مسجد څخه د جنازې اعلان اورېدل کېده او یابه یې جسد په جمعو او میاشتو لادرکه وو.

    الحمدالله نن سبا د اسلامي او شرعي نظام له لوړپوړو چارواکو نیولی تر ټيټې کچې پورې د امنیت د تامین په هڅه کې دي، ترڅو هیوادوال د ارام او هوسا ژوند خواږه وڅکي، عوام هم د امنیت په ټينګښت کې له اسلامي امارت سره اوږه پراوږه ولاړ دي، یو ځای فعالیت کوي، چې د خلافو کارو او ورانکارو/شر او فساد ډلو مخه ونیسي چې د بیا ځل لپاره هیواد ناامنه نه شي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۳/۲۲ ھ ق.
    راتلونکي مقاله ګارې شرون او احمد شاه مسعود!

    مربوطه لیکنې

    منزوي شوې ډله؛ د دوحې غونډې په اړه د مقاومت شوری بې ارزښته دریځونه

    9 جولای 2025

    د روسیې لخوا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل او د مخالفینو منفي غبرګونونه

    8 جولای 2025

    د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې، منزوي شوي مخالفین له سیاسي ماتې سره مخ کړل

    6 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 جولای 2025

    ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورټ بيه ۷۰ ډالر راټیټه شوه

    تهران کې افغان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه په…

    د افغانستان بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ۲۳ مې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی

    9 جولای 2025

    روسیه‌مېشتو افغانانو سره د مولوي ګل حسن حسن تعارفي لیدنه

    9 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورټ بيه ۷۰ ډالر راټیټه شوه

    9 جولای 2025

    د افغانستان بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ۲۳ مې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی

    9 جولای 2025

    روسیه‌مېشتو افغانانو سره د مولوي ګل حسن حسن تعارفي لیدنه

    9 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،979 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،916 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،911 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.