د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي سلاکار علي لاریجاني ویلي، تهران اسرائیلو ته د ځواب ورکولو په لټه کې دی او دې کار لپاره خپل چمتووالی نيسي.
لايرجاني له تسنیم اژانس سره په مرکه کې زياته کړې “په ټولیيزه توګه زه فکر کوم چې موږ بايد د دې مسالې اړوند خپلو پوځي چارواکو ته اجازه ورکړو چې په دې برخه کې سمه پریکړه وکړي، او زه پوهیږم چې دوی یې په اړه فکر کوي.”
پر ايران د اسرائيلو له بريد راوروسته وخت ناوخت د ايران له ټيټ پوړو تر جګپوړو چارواکو اسرائيلو ته ګوتڅنډنه کړې چې ډېر ژر به د بريد ځواب ورکړي.