د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي د ایران هېواد څخه راغلی شپږ کسیز هیئت چې مشري یې د ایران د نشه یي توکو پروړاندې د عمومي ادارې مرستیال ښاغلی محمد زارعی کوي کابل ته راورسېد.
د ښاغلي قانع په خبره چې راغلی هیئت به د کورنیو چارو وزارت له وزير خليفه سراج الدين حقاني، او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې محترم معین ملاعبدالحق همکار او یو شمیر نورو وزارتونو سره د نشه يي توکو پر وړاندې په ګډې مبارزې، او د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
ښاغلی قانع زياتوي چې د یاد هیئت د هرکلي لپاره د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس او د کورنيو چارو وزارت یو شمیر نور رئييسان دکابل نړیوال هوایي ډګر ته ورغلي وو.