Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بغاوتګرو ګرمې لاپې، سوړ بازار او له نړیوالو جرمي شبکو سره تازه اړیکې!
    تورې څېرې

    د بغاوتګرو ګرمې لاپې، سوړ بازار او له نړیوالو جرمي شبکو سره تازه اړیکې!

    صابر افغانصابر افغان12 اکتوبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهر کې مېشتې افغان ضد شریرې کړۍ او بغاوتګر د مجازي غونډو او په ټولنیزو رسنیو کې د پراخو کمپاینو او لاپو شاپو په جوړولو هڅه کوي چې ځانونه فعال او خپل فعالیتونه محسوس کړي.

    دوی چې لویه برخه یې په ۲۰۲۱ کال کې له خپلو بهرنیو بادارانو سره یو ځای له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، ځینې یې په تاجکستان، ځینې یې په تهران، ځینې یې فرانسې، اروپايي هېوادونو او امریکا کې مېشت دي او له هغه ځایه په پرله پسې توګه افغانستان او افغان ضد فعالیتونه کوي.

    دوی په تېرو دریو کلونو کې هڅه وکړه چې یو ځل بیا خپلو بادارانو ته ځانونه سپین کړي، له دوی پیسې واخلي او دلته په افغانستان کې پرې د جګړو او وینې تویېدنې ماشین بیا چالان کړي، خو دوی له هماغې لومړۍ ورځې دومره ناچاره دي چې نه یې بادار ورته پیسې ورکوي او نه یې هم دلته په افغانستان کې خلک په تشو او له دروغو ډکو وعدو باور کوي.

    دوی، د دوی کورنۍ، پلرونه او خپلوان په تېرو شلو کلونو او ان تر هغې ورهاخوا د افغانستان په تېره نږدې نیمه پيړۍ غمیزه کې تل پردۍ جګړې دلته راوړي، پردۍ پروژې یې پلي کړي، د تعصب، کرکې، نفاق، دښمنۍ او ان فحشا تور تخمونه یې کرلي، دوی تېر شل کاله خپل ځانونه او خپل هرڅه د غربي ارزښتونو د ترویج لپاره وقف کړي وو او په بدل کې یې له دوی پرېمانه پیسې ترلاسه کړې.

    په دغو پیسو او امکاناتو دوی ځانونو ته نورې تورې او جرمي شبکې جوړې کړې، وسلې یې ورته ورکړې، ځانونه یې پرې ساتل او دغه راز به یې عام خلک پرې لوټل، مالونه به یې ترې په زور اخیستل، باج به یې ترې اخیسته، انسان تښتونې یې کولې، د خلکو ځمکې یې غصبولې او په بالاخره د ځمکې پر سر هر ناوړه او ناروا کار یې کاوه، ځکه نو ولس ترې دومره په تنګ راغلی وو، چې نن ورځ یې په نشتون مېلې جوړوي او د خدای تعالی شکرونه اداء کوي.

    دوی په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا او ناټو له ماتې وروسته، دلته د ځان لپاره ځای نه لیده، نو یې له دې ځایه پښې سپکې کړې؛ اوس په بهر کې په کمپونو او پنډغالو کې مېشت دي، کله د فرانسې دروازه ور ټکوي او په افغانستان کې د جګړې د پیل لپاره ترې پیسې غواړي، کله د اسرائیل، کله د امریکا او کله د انګلیس، خو دوی دومره ذلیل او بې باوره شوي چې څوک یې په خوله پیاز هم نه ماتوي.

    اوس یې تازه تازه هڅې پیل کړي چې اروپا او نورو غربي هېوادونو ته تللي ناقانونه افغان کډوال له خوږې ګوتې راونیسي.

    دغو بغاوتګرو اوس په غرب کې له یو شمېر جرمي شبکو او د جګړو لپاره د کرايي جنګیالیو استخداموونکو کمپنیو له مسوولینو سره خبرې روانې کړي، ترڅو هلته په کمپونو کې بې برخلیکه غیر قانوني افغان او نورو کډوال اوکراین او نورو جګړو ته ولېږي.

    دا نو بیا د بې ایمانۍ، بې غیرتۍ او بې وجدانۍ اوج دی، دا کار هېڅ با ضمیره انسان نه شي کولی، خو له بده مرغه دوی اوس دومره لوېدلي چې دې هرې لوبې ته تیار دي.

    دا کار همدا اوس د مسعود زوی هم کوي، د سمیع سادات په نوم د امریکايانو او برېټانویانو کرايي جنګیالی او نورې کسان او کړۍ یې هم کوي.

    تازه په تازه خو د همدې سادات یوه کلېپ هم راوتلی چې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته او پورته کېږي چې د اوکراین د جګړې لپاره د جنګالیو د یوې استخداموونکې کمپنۍ له مشر سره په پیسو چنې وهي.

    دوی وروسته له هغې د وینو دغه تجارت ته لاس اچولی چې پوه شول په افغانستان کې یې هڅې ناکامې دي، نه یې څوک خبره مني او نه هم څوک پرې باور کوي، نو ځکه یې اوس له نړیوالو جرمني او جنايي شبکو سره لاس یو کړی.

    هغه افغانان چې د بېلابېلو دلایلو له مخې بهرنیو او په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته تللي او د دغو جرمي شبکو غړي نه دي، باید ډېر متوجه و اوسي چې د دغو ډول لوبو او ګېمونو ښکار نه شي، دوی به په کمپونو کې په بد وضعیت کې وي، خو د پردیو جګړو ته تګ ورته تر دې هم خطرناک دی، د دوی لپاره تر ټولو ښه انتخاب دا دی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، هېڅ ځای ورته د خپل وطن په څېر نه شي کېدای، هغه عزت چې د خپل وطن په وچه ډوډۍ کې دی، هغه د اروپا په پلوونو کې نشته، دوی به اوس دا ښه درک کړې هم وي.

    د یو افغان او مسلمان ورور په توګه ترې زما هیله دا ده، چې دوی بېرته راوګرځي، دلته له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره ژوند مخکې یوسي؛ دلته چې څلوېښت میلیونه خلک له لوږې نه مري، دوی هم نه مري؛ دوی باید د افغان ضد کړیو پر هغو دروغو او تبلیغاتو تېر نه وځي چې د افغانستان وضعیت یې ورته ناوړه معرفي کړی.

    دلته په افغانستان کې ژوند روان دی، ارامي ده، ارزاني ده، د اقتصادي ودې لپاره هڅې روانې دي او وضعیت تر هغه ډېر ښه دی چې دوی ته بیانېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستان کې د وروستیو ناکراریو پر دوام تازه کرمه کې فرقه یي جګړې شوي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د یوناما طرحه؛ د ازادۍ جبهې ګیلې، انزوا، ناچاري او احساساتي دریځونه

    20 مې 2025

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    20 مې 2025

    د یو قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.