د بنګلدېش لاريونونه او کړکېچ له څو اونيو راهيسې روان وو چې په پايله کې شېبه وړاندې پوځ له ولسمشرې وغوښتل چې استعفا ورکړي او هند ته ولاړه شي.
ياد لاريونونه چې لويه برخه ېې محصلين دي په تاو تريخوالي او د سلګونو محصلينو په وژلو او زخمي کيدلو تمام شو او بلاخره د پوځ په مداخلې ولسمشره استعفا ته اړ شوه.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې، د بنګلدېش هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له خپلې دندې استعفا کړې او هند ته تللې ده؛ ویل کیږي چې نوموړې په یوه پوځي چورلکه کې هند ته تللې.
د بنګلديش پوځ مشر ويلي: موږ د پوځي حکومت تابيا نه لرو، له ټولو سياسي ګوندونو سره مو خبره شوې او يو همه شموله موقتي حکومت به را منځ ته کړو.
لاريونونه وروسته له هغې پيل شول چې خلکو په حکومتي وظيفو کې د حکومت اخري پريکړه ظلم وباله